ایکنا د ایرنا له قوله راپور راکړ،د افغانستان د طالبانو د حکومت ویندوي وائي،دمګړئ حکومتوالئ د شریعّت د احکامو په اساس پرمخ بیول کیږی او د افغانستان د اساسی قاون د لیکلو لپاره کار روان دی.
د افغانستان اساسی قانون په ۱۳۸۲لمریز کال کې له تصویبیدا وروسته، اجرائي شو او په دغه هیواد کې د جمهوری نظام تر نسکوریدا پورې اجرا کید. دغه اساسی قانون دولس سپرکي او ۱۶۲مادې درلودې چې د طالبانو بیرته قدرت ته په رسیدا سره ددغې ډلې له خوا لغوه شو.
په راپور کې وئيل شوي دي، د افغانستان د طالبانو ویندوي ذبیح الله مجاهد د افغانستان داساسی قانون د لیکنې د کار دوام ته په اشارې سره ووئيل، چې دغه حکومت د هیواد چارو د سرپرست په توګه د اساسی قانون له تشې سره مخ نه دی.
د طالبانو ویندوي ووئيل،البته د قانون موضوعګانې هم مهمې دي او ان شاا... سوکه سوکه ئې رابرابرووو،خو د طالبانو ټول تمرکز پر هغو شیانو دی چې په لومړیتوب کې دي.